هلمند کې طالبانو ملکي خلک شهیدان کړي

comments 0

هندوکش – هلمند: راپورونه وایي، د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې طالبان له ځایي خلکو سره د ځمکې پرسر جنجال کړی چې بیا یې نښته کړې او له اویا زیات کسان پکې وژل شوي او ټپيان دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، نښته تېره ورځ شوې چې شل طالبان او لس ملکي وګړي پکې وژل شوي او څلویښت نور ملکي وګړي ټپيآن دي.
د ځواک په خبره، نښته هغه مهال رامنځ ته شوې چې طالبانو غوښتل د سیمې د خلکو ځمکه خپلو پلویانو ته وویشي چې د خلکو له غبرګون سره مخ شوي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي منلي چې نښته شوې خو په دې تړاو یې زیات جزیات نه دي ورکړي.
ننګیالي کوهنورد

Comments

Leave a Reply