هلمند کې طالبانو سړک ویجاړ کړ

comments 0

هندوکش ـ لښکرګاه:وروسته له هغې چې امنیتی ځواکونو په نادعلي او د لښکرګاه اړوند ځینو سیمو کې عملیات پیل کړل او وسله وال یې له سیمو په شا کړل، طالبانو د عملیاتو د مخنیوي لپاره قیر سړک په تراکتور وران کړی او خندقونه یې پکې کیندلي دي.

د هلمند مطبوعاتي دفتر وايي، طالبانو د نادعلي ولسوالۍ د چانجیر سړک بیخي تړلی چې موټر او ان موټر سایکل ترې تګ راتګ نه شي کولای.

په خپرو شویو عکسونو کې ښکاري چې طالبانو په سړک کې لوی لوی خندقونه کیندلي او خاورې یې ډمبر کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې طالبان د دې سړک منځ او غاړو کې ماینونه هم خښ کړي، خو افغان ځواکونه توانیدلي چې ۷ کیلو میټره سړک له ماینونو پاک کړي.

Comments

Leave a Reply