هلمند کې طالبانو ته درنه مړګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش – هلمند: د امنیتي ځواکونو په تازه عملیاتو کې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالې کې څه باندې ۳۳ تنه طالب وسله والې ډلې ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان برید جنرال ولي محمد احمدزي وایي چې تېره ورځ سهار وختي طالب جنګالیو پر ضد هوايي او ځمکني چاڼيز عملیات پېل شوي چې تر دې دمه له لاسته راوړنو ډک او په بریالیتوب سره مخ پر وړاندې روان دي.

د نوموړي په وینا په دې عملیاتو کې د ناوې ولسوالۍ شمالي او داخلي لوریو کې شاوخوا لس کیلومتره امنيتي ساحه پراخه شوې دي او ۱۳۰ کړۍ بیلابیل ډول ماینونه کشف او له منځه وړل شوي دي.
نوموړې وایي چې دغو عملیاتو کې د طالب وسله والې ډلې ۱۸ قوماندانانو په ګدون ۱۵ تنه عادي غړي وژل شوي دي
دی زیاتوي چې په دې عملیاتو کې څلور امنیتي سرتيري ټپیان شوي او يو سرتیری په وژل شوي دي
خو تر اوسه طالب وسله والې ډلې بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګیالې کوهنورد

Comments

Leave a Reply