هلمند کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش ـ لښکرګاه: د هلمند په ځينو سیمو کې د عملیاتو په لړ کې ۲۵ طالب ترهګر وژل شوي دي.

په نادعلي، مارجه او د مرکز لښکرګاه په ځينو سیمو کې د چاڼیزو عملیاتو په لړ کې يولس نور طالبان ټپيان شوي دي.

د هلمند مسولین وايي په دې عملیاتو کې د دښمن درې ميله پيکا،يو ميل هاوان، څلور عرادې موټرسايکل او ځينې نور وسايل هم له منځه وړل شوي دي.

ياده دې وي چې په هلمند کې عملیات په تیزۍ سره روان دي او د نادعلي ولسوالۍ له طالبانو څخه بشپړه پاکه شوې.

بلخوا طالبان دوی ته اوښتو تلفاتو دومره وارخطا کړي دي چې له کوټې څخه د نظامي کمیسيون څو غړو يي افغانستان ته سفرونه کړي څو ددې تلفاتو لامل وڅيړي.

Comments

Leave a Reply