هلمند کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل شوی

comments 0

هندوکش ــ هلمند: د افغانستان فوټبال فدراسیون مسوولین وايي، په هلمند ولایت کې يې د ۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل کړی دی.
د دې فدراسيون وياند عزيز مشعوف وويل، دا لیګ د هلکانو د لېسې، قانون، اریانا، شاهي، چانجیر، کریم اتل او شهید انجینر عبدالمتین لوبډلو ترمنځ پيل شوی او د لیګ په ډول به دوه میاشتې یو له بل سره سیالۍ کوي.
د ښاغلي مشعوف په خبره، د دغه لیګ اتله لوبډله به د افغانستان اتلانو لیګ ته د لار موندنې لپاره د جنوب لوېدیځ زون سیالیو کې د هلمند په استازیتوب ګډون وکړي.
عبدالله اڅکزی

Comments