هلمند کې د ۵۴ ترهګرو طالبانو وژل کیدل

comments 0

هندوکش ـ کابل: دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه ویلی دي، تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ، د هلمند ولایت لښکرګاه ښار اړوند کې ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې ۵۴ ترهګر طالبان ووژل شول او ۲۳ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن يو اندازه وسلې او مهمات تخريب شوي.
د یوبل خبر پر اساس، تېره شپه، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت مرکز، ډنډ او ژیړۍ ولسوالیو اړوندو سیمو کې ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې ۴۷ ترهګر طالبان ووژل شول او ۲۶ تنه نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن ۶ موټر سایکلونه، یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.
سپوژمي پوپلزۍ

Comments