هلمند کې د کوکنارو له منځه وړلو کمپاین پيل شو

comments 0

هندوکش – هلمند: هلمند هغه ولایت دی چې د ټول افغانستان نیمایي د کوکنارو کښت پکې کیږي.
د هلمند ولایت نادعلي او ګرمسیر ولسوالیو کې د کوکنارو اړولو کمپاین پیل شو.
د کوکنارو کرکیلې له منځه وړلو دغه کمپاین د هلمند په بېلا بېلو سیموکې پیل شوی دی.
چارواکي وایې دغه کمپاین په لومړیو کې د نادعلي ولسوالۍ نواباد ، تریخ ناور او ګرمسیر ولسوالۍ حاجي حبیب الله کلي اړوند سیمو کې روان دی چې تر دې مهاله (۹۹) جریبه کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ دامنیت امر سمونيار محمد رحیم نورزي وايي چي د یوه منظم پلان لمخې به په دې ولايت کې کرل شوي کوکنار واړوي.
د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر سمونوال محمد ولي غوثي ووایې کوکنارو اړولو کمپاین ته یې منظم پلان جوړ کړي.
هلمند کې د بزګرو لپاره د کوکنارو بدیل د باغونو جوړول دي چې ځینو بزګرو ته جوړ شوي او نورو سیمې هم پلان کې شته.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments