هلمند کې د ځانمرګو واسکټونه نیول شوي

comments 0

هندوکش – هلمند: د هلمند پولیس وایي په دغه ولایت کې یي د ځانمرګو بریدونو دوه واسکټونه نیولي دي.
د قوماندانۍ استخباراتو مدير سمونوال عبدالکريم وايي نن سهار يې دغه واسکټونه د لښکرګاه ښار ساپیانو سيمه کې د ادريس په نوم له يو کس سره نیولي دي.
د استخباراتو مدیر وایي په دې تړاو یي څېړنې پیل کړي چې له دغو واسکټونو په کومه سیمه کې د برید لپاره کار اخېستل کېده.
د امنې قوماندانۍ وياند دویم څارن عبدالسلام افغان وايې د مخکنیو اطلاعاتو په اساس دغه واسکټونه لښکرګاه ښار کې د بريدونو لپاره چمتو شوي و.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments