هلمند کې د ولسمشر غني په ملاتړ غونډه جوړه شوه

comments 0

هندوکش – هلمند: هلمند ولایت کې په لسګونه قومي مخور، دیني عالمان او ولسي وګړي د یوې غوعندې په ترڅ کې له ولسمشر غني نه خپل ملاتړ اعلان کړ.
غوندې ته د هلمند ولایت د سولې ولایتي کمیټي رئيس غلام محمد اسحق زي وویل، چې ټولو اسلامي هیوادونو پریکړه کړې، چې په افغانستان کې د سولې رامنځته کیدو ته زمینه برابره کړي،او وسله والو طالبانو ته نور د سولي نه کولو هیڅ دلیل او لار پاتې نده.
همدارنګه د هلمند مدني ټولنو د همغږۍ مرکز مشر نظر محمد رودي بیا د افغان حکومت او ولسمشر محمد اشرف غني د وروستیو کړنو او تګلارو څخه ملاتړ څرګند کړ.
دیني عالمانو او قومي مشرانو د افغان ولسمشر د وروستیو اقداماتو ملاتړ هم اعلان کړ، چې په باور یې د زورواکۍ په منځه تللو سره ولسي وګړي پر دولتي نظام باور پیدا کولای شي.
په وروستیو کي په سلګونو هلمندیانو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دې کړونو پراخ ملاتړ کړی، چې د زورواکو په نیونې یې شروع کړې.
هلمندیان سره له دي چي په هیواد کې د سولي د رامنځته کیدو غوښتونکي دي، بلکي په ټولو سیمو کې د زورواکو او غیري مسؤله وسله والو ډلو د مخنیوي جدي غوښتونکي هم دي.
تر دې وړاندې هم په زرګونو هلمندیانو د بیلابیلو غونډو پر مهال په یوه خوله په هیواد کې د سولې د رامنځته کیدو غوښتنې کړیدي.
ننګیالۍ کوهنورد
سرچینه: خبریال

Comments