هلمند کې د موټر بم برید مخه ونیول شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: په هلمند کې یو موټر بم برید ګر موخې ته له رسېدو وړاندې دافغان ځواکونو له لورې په نښه شوی دی.
د والي ویاند عمر ځواک وایې، تېره ورځ یو بریدګر غوښتل چې د نادعلي ولسوالۍ په تریخ ناور سیمه کې د افغان ځواکونو پر یوې پوستې برید وکړي.
نوموړي وایې دغه پوسته د ځانګړو ځواکونه چې سونګوریان یادېږي، دهغوی اړوند ده او موخې ته له رسېدو وړاندې یې په توغندي وېشتی.
دځواک په خبره په برید چاودنه کې یوازې بریدګر وژل شوی او نور چا ته زیان نه دی اوښتی.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply