هلمند کې د ماهیانو تولید زیات شوی

comments 0

هندوکش – هلمند: راپورونه وایي، هلمند کې هر کال څه باندې ۱۳۵۰ ټنه کبان تولیدېږي.
د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو ویلي، د هلمند په ۶۰۰ جریبه ځمکه کې د کبانو ۳۶۰ فارمونه دي چې په منځنۍ کچه ترې هر کال ۱۳۵۰ مټریک ټنه کبان تولیديږي.
الکو ویلي، هلمند کې یې د کب روزنې پراختیا او پرمختیا ته زمینه برابره کړې، څو هملند کب روزنې له پلوه پر ځان بسیا شي.
په افغانستان کې د کب روزنې د فارمونو شمېر دوه زرو ته رسیږي، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونو کې دي او له دغو فارمونو څخه په کال کې شاوخوا ۱۰ زره ټنه کبان تولیديږي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments