هلمند کې د مالوچو تصدي فلج شوې

comments 0

هندوکش – هلمند د کابل سیلو تصدۍ ترڅنګ په هېواد کې ګڼې تصدۍ فلجې دي چې یوه یې هم په هلمند کې د بست تصدي ده.
د بست تصدۍ کې نږدې څلور زره کسان په کاربوخت وو چې اوس یې فعالیت درېدلې او دغه شمېر خلک بې کاره شوي دي.
د مدني فعالانو عبدالحق ځواکمن او عبدالولي نورزي په خبره د ۱۳۹۵ کال لپاره ولسمشر د دې تصدۍ د بیا فعالولو لپاره د بودیجې ورکولو لارښوونه کړې وه خومالیې وزارت ترې انکار کړې.
انديښنه دا ده که دغه تصدۍ فعاله نه شي په هلمند کې به کروندګر کوکنارو کارو بار ته مخه کړي.
له دې سره د هلمند والي حیات الله حیات باور وښود چې مالیې وزارت به دوی ته بودیجه په واک کې ورکړي.
دغه تصدي دپخواني پاچاه محمد ظاهرشاه دواکمنۍ پرمهال جوړه شوې وه چې ۳۲۰۰ مامورین، ۳۲۰۰ صنعت کاران، ۱۴۲۰ کاریګر، ۳۰۰ موټراوټکټرچلونکي اوشاه اوخوا دوه سوه پنځوس زره کروندګروهم دپمبې کرکیلې په برخه کې کار کاو چې دم ګړۍ یوازې ۱۱۰ کسان په کې په دنده پاتې دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments

Leave a Reply