هندوکش ـ لښکرګاه: د ملي دفاع وزارت ومنله چې طالبانو د هلمند په ځینې ولسوالیو کې خپله ولکه کلکه کړې ده.
د ملي دفاع وزارت وايي ، د وسله والو پر وړاندې یې تعرضي عملیات زیات کړي او د اړتیا وړ ځایونو کې به له هوايي ځواکه کار واخلي.
د ملي دفاع وزارت د افغان ځواکونو په وړتیاوو ډاډه دی او د داعش په ګډون د ټولو وسله والو د ځپلو لپاره یې ځمکني عملیاتونه پیل کړي دي.
د ملي دفاع وزارت د مالوماتو له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې اویا وسله والو ته د افغان ځواکونو په عملیاتو کې مرګ ژوبله اوښتې ده .