هلمند کې د طالبانو ملا ماته شوې: مطیع الله علیزې

comments 0

يو کال وړاندې د پاکستان او سيمې د استخباراتو له لوري طالبانو ته امر شوی و چې د هلمند، فراه او روزګان ولايتونو ته سقوط ورکړي. طالبانو د استخباراتي سازمانونو له لوري د ورکړل شويو پرمختللو وسلو، پر مټ خپل ټول طاقت و ازمويه چې دغه ولايتونه سقوط کړي، خو دا ارمان يې له خاورو سره خاوري شو.

زموږ بحث مشخصاً د هلمند د جګړې په اړه دی. هغه جګړه چې طالبانو، خپله دوه مشران پکې له لاسه ورکړه، خو وې نه ګټه. يو کال وړاندې د سيمې استخباراتو په مشخصا توګه پاکستان وپتيله چې د خپلو جګړه مارو طالبانو پر مټ به د هلمند ولايت ته سقوط ورکوي. طالبانو، ډېرې سختې جګړې وکړې، ډېرې چاودنې او ځانمرګي بريونه يې وکړل، خو تر اخره يې هم د هلمند د سقوط ايمان ترلاسه نکړ.

طالبانو او د هېواد په جنوب کې د دوئ ياغي مشرانو د هلمند سقوط، اسان کار ګڼلی و او خپلو پلويانو ته به يې پرلپسې د درواغو اعلانونه کول چې ولايت يې نيولی دی،جګړه يې ګټلې ده. کله چې دوئ د هلمند څو امنيتي پوستې ونيولې، په نړۍ واله کچه يې ګواښ وکړ چې امريکا يې ماته کړه. دا خبره ټولو ته واضيح ته چې لوبه د چا په لاس کې ده، څوک يې يوې او بلې خواته مخ اړوي.

طالبان لکه لېوان د هلمند په چار چاپېره سيمو کې د سقوط په خيالونو کې نشه پراته وو. کله چې د امريکا لېوني ولسمشر د افغانستان په اړه د امريکا ستراتيژي اعلان کړه، طالبان يې دې ته مجبور کړل چې بېرته په غارونو ننوزي. طالبانو د هلمند په جګړو کې په سلګونه ولسي وګړي شهيدان کړل، ډېری پاخه سړکونه يې وران کړل، عامه تاسيسات يې ونړول، او په اخر يوه کال کې يې د هلمند ځمکوالو ته په مليونونه ډالر زيان واړواه.

پر ځمکوالو يې لارې تړلې وې. د هغوئ کرنيز محصولات، به ځمکو کې خزندو او چنجانو وخوړل. مېنې او کورونه يې د طالبانو د ماين جوړولو په فابريکو او سنګرونو بدل شول. هره ورځ به د دوئ ځمکني ماينونو ولسي خلک وژل. داسې کور پاته نه شو چې د طالب ماين يې جنازه ونکړه. کومې سيمې چې دوئ نيولې وې، له خلکو يې په وزره د عشر، زکات او له مجاهدې سره د مرستې تر نوم لاندې پيسې ټولولې. له ځمکوالو يې هغه تراکترونه واخیستل، چې حکومت د کوپراتيف په مرستو کې ورکړي وو.

طالبانو تراکترونه په ليلام خرڅ کړل، پيسې يې په خپلو منځو کې سره ووېشلې. د دې سره جوښت يې په زياته پيمانه له کروندګرو پيسې ټولې کړې، اکثره طالبانو ځانونو ته دوې درې ښځې وکړې، په لکونه لکونه کلدراې يې پر خپلو ودونو مصرف کړې. دا يو کال د طالبانو لپاره د پيسو، عياشيو ، مستيو او مېلو کال و. څومره چې يې وس کېده، په هغه اندازه يې ظلم وکړ، پيسې يې پيداکړې، خلک يې لوټ کړل.

طالبانو په خپلو منځو کې قسم کړی و چې له حکومتي عسکرو سره په مستۍ جنګېږي، بيا به نه پرېږدي چې هغوئ سيمې ترې ونيسي. طالبان په دې سوچونو کې غرق وو چې امريکا خپلې دوې الوتکې پسې را والوځولې، او له طالبانو يې پايڅې، او پرتوګونه باد – باد کړل. هماغه طالبان هماغه یې نخرې، وسلې، پيسې، طاقت او قوت و مګر هيڅ يې نه شول کولی.

د سرې قطعې، ځانګړې قطعې، فدايانو، او غازي لاليانو پر موجوديت برسېره يې داسې منډې وکړې چې نه يې د جهاد جذبه پاته شوه، نه يې سپېڅلې انګېزه(!). د طالبانو مشران مخکې وو، کشران يې لويې پايڅې ور پسې په منډه وو. نه د شپې پاتېده، نه د ورځې. افغان سرتېرو به په ناوې کې ډز وکړ، طالبانو به ګرمسېر خوشي کړ. سره له دې چې د هرې ولسوالۍ پخه لاره يې په سلګونو ماينونو فرش کړې وه، مګر افغان سرتېري بيا هم لکه زمريان په کچه لارو کې په پسې وو.

ټول ولس حيران و. د طالبانو غټې غټې خبرې يې پر زړه ګرځېدې راګرځېدې. طالبان هماغه طالبان وو، خو پرتوګونه يې ډک کړي وو، نه يې جګړه کولی شوه، نه يې بری راوړی شو. ملا هبته الله يې پاکستان کې حيران و، ملا منان يې هلمند کې د لښکرګاه سيند ته شعرونه ويل. چې هر څومره قوت به يې يو ځای کړ، د افغان سرتېرو مقابلې ته نه شول ټنګېدلی.

جګړه هماغه جګړه وه. فقط سرتېرو مرال واخیست. د امنيتي سکتور د کلونو- کلونو ستونزې ارزول شوې، وې، سرتېري جګړې ته چمتو شوي وو. مرال يې اخيستی و. وسلې، موټرونه او امکانات يې تازه شوي وو. فقط دوې د امريکا تورې الوتکې ورسره وې چې طالبان يې له وېرې په غارونو ننوتلي وو. پر دې هر سړی پوهېږي چې نن سبا ټکنالوژي خبرې کوي، خو طالبان بيا دا نه مني وايي نه زموږ جذبه، احساسات او تشې لاپې کار کوي.

اوس راشئ فکر وکړئ چې طالبانو د هلمند په جګړه کې اسلام ته څه ګټه ورسوله. خلکو، او افغانستان ته یې څه ګټه ورسوله. اسلام په نړۍ کې نور مطرح شو. مسلمانان په نس ماړه شول. زموږ ټولنه د بل له مجبورۍ خلاصه شوه. د خلکو اقتصاد ښه شو. کفار لېوال شول چې د اسلام دين ته مراجعه وکړي. امريکا راڅخه ووېرېده. اخر څه ترلاسه شول؟

طالبانو، خو د هلمند په جګړه کې مسجدونه وران کړل، لارې يې پرې کړې، د سوال په پيسو جوړ شوي سړکونه يې وران کړل، بېګناه خلک يې ووژل، ماشومان يې ايتيمان کړل، تور سرې يې کونډې کړې، د خلکو اقتصاد يې خراب کړ، ځمکوال يې فقر ته مجبور کړل، له دې پرته طالبانو او مشرانو يې پيسې پيداکړې، ځانونه يې دوه درې کوزدې او ودونه وکړل، نور څه ګټه ترلاسه شول.

طالبان بيرته لکه ځناوران له کليو ځنګلونو او غرونو ته وتښتېدل. خلک خپل ژوند ته را وګرځېدل، حتی تر دې چې امريکايان وتلي وو، بېرته يې د راتګ زمينه ورته برابره کړه. امريکايانو بمبارونه درولي وو، بېرته دوئ پر شروع کړل. طالبان بايد له خپلو ځانونو وشرمېږي چې دوئ هيڅ هم نه شي کولی. د پاکستان روس، چين، ايران او پرديو ټوپک يې غاړې ته اچولی خپل وطن په ولي.

تاسې او خدای دغې جګړې، اسلام ، وطن او خلکو ته له سراسر لوی تاوان پرته نوره څه ګټه رسولې ده. طالبان او د دوئ کم عقل مدافعين ولې دا حقيقت نه شي برداشت کولی. ولې نه پوهېږي چې دوئ سوټيان دي، نورو په لاسونو کې اخيستي.

Comments

Leave a Reply