هلمند کې د طالبانو له زندانه 86 تنه بندیان خوشې شول

comments 0

هندوکش – هلمند: د افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د طالب وسله والې ډلې له زندانه 86 تنه هغه ملکي کسان خوشې شول چې طالبانو له خوا تښتول شوي وو.
هندوکش پرس سره په خبرو کې له زندانه خوشې شوي یوه بندي وویل، د طالبانو په زندان کې ټول بندي شوي کسان ملکي خلک وو او یاد زندان کې ورسره ډیر ناوړه چلند ترسره کیده.
د خوشې شوي بندي په وینا، په دې زندان کې هم د کجکي په شان بې ګناه هیوادوال ساتل کيدل چې سخت وبړول شوي، وهل شوي او په مرګ ګواښل شوي دي.
له ژونده ناهيلي خو د کمانډويانو په مرسته ژغورل شوي بنديان وايي چې د طالبانو له لوري له نيول کيدو وروسته يي نور ژوند ته اډو هیله نه وه خو سرتیري وو چې دوی يي د يوې ځناورې ډلې له منګولو خلاص کړل.
خوشې شوي کسان وایې چې دوې د افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې خوشي شوي او اوس مهال دوې سره د امنیت او ډاد احساس کوي او ډیر ژر به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده چې تردې وړاند هم طالب وسله والو ډلو په بیلا بیلو ولایتونو کې خلک ځان سره وړي او د پیسو په بدل کی یې یا خوشي کړي یا یې هم شهیدان کړي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments