هلمند کې د ترهګرو طالبانو د وسلو یوه زیرمه له منځه تللې ده

comments 0

هندوکش ــ هلمند: د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د طالبانو د وسلو او مهماتو یوه زیرمه، چې په کې مختلفې سپکې او درنې وسلې موجودې وې له منځه یوړل شوې.
د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې طالبانو به له همدې ځایه ځان تجهیزاوه، چې تیره شپه یاده زیرمه دافغان ځواکونو له خوا کشف اوورسته له منځه یوړل شوه.
بل لوري د هلمند ولایت په نادعلې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې یوتن طالب وسلوال وژل شوی دی.
عبدالله اڅکزی

Comments