هلمند کې د ترهګرو طالبانو د ماین جوړونې درې زېرمې کشف او له منځه یوړل شوې

comments 0

هندوکش ــ هلمند: ملي پولیسو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ د سپین مسجد په اړوند سیمو کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د ماین جوړونې درې زېرمې چې ۵۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي پکې ځای پر ځای وو؛ کشف او له منځه وړې دي.
د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو د څلورو پټنځایونو د له منځه وړو سربېره درې ترهګر طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د یادو عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات د پولیسو لاسته ورغلي او د عملیاتو په ترڅ کې ملکي وګړو او پولیسو ته کوم زیان ندی اوښتی.
عبدالله اڅکزی

Comments