هلمند کې د ترهګرو طالبانو دوه کلیدي ماین جوړوونکي ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ هلمند: د هلمند ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو په مرکز لښکرګاه ښار کې د ترهګرو طالبانو د نښلېدونکو ماینونو د جوړونې دوه مسوولین نیولي دي.
له یادو کسانو څخه د ماینونو سربېره د ماین جوړونې یو شمېر سامانونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
همداراز د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ په مرکز کې هم پولیسو د ترهګرو طالبانو دوه کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او له منځه وړي دي.
ترهګرو یاد ماینونه د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو.
عبدالله اڅکزی

Comments