هلمند کې د امنیتي ځواکونو عملیات بریالي روان دي

comments 0

هندوکش – هلمند: د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ اړوند د چاه انجیر او شاوخوا سیمو اوسېدونکي د افغان امنیتي ځواکونو تر بریالیو عملیاتو وروسته خپلو سیمو ته ستنېږي.
د نادعلي ولسوالۍ اوسیدونکي وايي پدې ولسوالۍ کې ژوند عادي شویدی، خو ځايي چارواکي ټينګار کوي چې نه یواځې خپلو عملیاتونو ته دوام ورکوي ترڅنګ به یې سیمه ایزه حکومتوالي پياوړې کړي.
یاده ولسوالۍ چې لښکرګاه ښارته نږدې ده، یوشمېر سیمې له تېرو دوو کلونو راهېسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې وې ، چې په تازه پيل شوو عملیاتو کې ګډو ځواکونو د پام وړ پرمختګ کړی دی.
د سیمې اوسیدونکي وايي چې د نادعلي ولسوالۍ په تازه نیول شوو سیمو کې ژوند عادي شویدی، امنیتي ساحه پراخه شوې او د دوی سلګونه کورنۍ بیرته خپلو سیمو ته ستنې شوي دي.
خو د نادعلي ولسوالۍ امنیه قومندان څارمن عبدالبصیر اڅکزی وايي چې دغه عملیات به یې همداسې دوامداره او د مرکز لښکرګاه تر څلورمې امنیتي حوزې باباجي او د ګرشک ولسوالۍ تر اړونده سیمو به ورسېږي.
د نادعلي ولسوال روح الله باسط بیا وايي دا مهال چې په سیمه کې ژوند عادي شوی، دوی به د سیمه ایزې حکومتوالۍ د پياوړتیا او د ټولګټو پروژو د پلې کېدو لپاره یې هلې ځلې چټکې کړي.
افغان ځواکونه د نادعلي ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې پر داسې مهال له پرمختګونو څخه خبر ورکوي، چې دا مهال د دې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو عملیاتو له ډېرو لاسته راوړنو سره دوام لري.
سرچینه : خبریال

Comments