هلمند کې د القاعده یو مشر وژل شوی

comments 0

هندوکش – هلمند: راپورونه وایي، په هلمند کې د القاعدې لوړپوری چارواکی ووژل شو.
د افغان کومانډو ځواکونو قول اردو ویلي چې د هلمند په ګرمسېر ولسوالی کې یې د عملیاتو په مهال د القاعده شبکې یو لوړپوری چارواکی، عبدالرحیم المصري په ګډون شپږ کسان وژلي دي.
ویل کېږي چې دغه عملیات د بګرام هوايي ډګر ځانګړو ځواکونو د المصري نیولو لپاره کړي و.
د القاعده شبکې دا مشر بهرنۍ و چې په هلمند کې یې زیات کسان استخدام کړي و چې جګړه وکړي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments