هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو پر کاروان ځانمرګې برید شوې

comments 0

هندوکش – هلمند: د هلمند پلازمینه لښکر ګاه کې یوه ځانمرګي برید ګر خپل موتر د امنیتي ځواکونو کاروان سره جنګولې چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي ویاند پیښه تاییده کړې چې امنیه قوماندانۍ ته ځیرمه شوې ده.
عمر ځواک رسنیو سره په مرکه کې وویل: افغان ځواکونه لښکر ګاه ښار کې له امنیه قومندانۍ سره نږدې ولاړ و چې ځانمرګي خپل موټر د دوی له یوه زرغرګاډي سره وجنګاوه.
ویل کیږي په دې پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او ۲۵ ټپیان دي چې ولسي وګړي او پوځیان پکې شامل دي.
یاده دې وي چې ، د پوځ سرتېري میاشتنۍ تنخا اخیستلو ته د یوه بانک مخې ته ټول شوي وو چې د اچاودنه پرې نږدې ۱۱ بجې شوې ده.
ددغه پیښې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دې اخیستی خو ځایې خلک دا کار د طالبانو کړنې بولي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې طالب وسله والې ډلې هغه ځایونه په نښه کړي چې افغان امنیتي ځواکونو تګ او راتګ هلته ډیر لړې.
ننګیالې کوهنور

Comments

Leave a Reply