هلمند کې دسولې او اوربند غوښتنه وشوه

comments 0

هندوکش _ هلمند: په هلمند ولایت کې قومي مشرانو،،ځوانانو،دمدني ټولنو استازو او دیاد ولایت اوسیدونکو دجګړې له ښکیلو اړخونو په ځانګړي ډول له وسلوالو طالبانو څخه وغوښتل،چې جګړه بس کړئ،سوله او اوربند وکړئ. مدني فعالان وایي،سوله او اوربند دولسونو غوښتنه او هیله ده او باید وسلوال طالبان دخلکو غوښتنو ته درناوی وکړي. دوی زیاتوي،په هېواد کې دروانې جګړې سربېره دکرونا ویروس په پراخیدو ده او په جدي ګواښ بدلیدونکی دی،طالبان دې دهېواد وضعیت درک کړي او له جګړې دې لاس واخلي. دوی وایي،که طالبان دهېواد اوسني وضعیت دبدلون لپاره په عمل لاس پورې نه کړي دراتلونکي پیښیدونکي بحران اصلي عاملین همدوی دي.
ننگیالی کوهنورد

Comments