هلمند کې درې زره کیلو ګرامه چرس نیول شوي دي

comments 0

هندوکش – هلمند: له هلمند ولایت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هلمند بهرامچې سيمې ته د قاچاقو پر مهال درې زره چرس نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ۲۸۵۰کیلو ګرامه چرس هغه مهال ونیول شول چې په دوو موټرو کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې د هلمند ولایت له سنګین ولسوالۍ څخه يې د ګرمسېر له لارې د بهرامچې سیمې ته قاچاق کړي.
د دې موادو د قاچاقو په تور څلور کسان نیول شوي او دوه ميله وسلې هم ورسره نيول شوي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments