هلمند کې بې عدالتي لویه ستونزه ده

comments 0

هندوکش – هلمند: هلمند کې د زون قومنداني وايي، د قانون نه پلې کېدل د اوسنۍ ستونزو اصلي لامل دی او زیات خلک له بې عدالتیو کړیږي او مرور دي.
د ۵۰۵ بست زون قوماندان وایي، قانون ته نه درناوي دوی له سختو ستونزو سره مخ کړي او غوښتنه یې دا ده چې خلک دې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.
له دې سره د هملند والي حیات الله حیات هم دا ستونزه مني ، خو په ګډ کار ټینګار کوي.
چارواکو دا خبرې تېره ورځ د اساسي قانون د څوارلسمې کالیزې نمانځنې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وکړي.
ټینګار دا و چې که اساسي قانون ته درناوی وشي، زیات کارونه سمیږي او بې عدالتۍ له منځه ځي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments

Leave a Reply