هلمند کې افغان ځواکونو د طالبانو د وسلواو مهماتو یوه زیرمه کشف کړې ده

comments 0

افغان ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د یوه طالب قوماندان ملا انارګل په پوځي مرکز برید ترسره کړی دی، چې په ترڅ کې یې ګن شمیر سپکې، درنې وسلې، مهمات او ماینونه د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د هلمند ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په یادوعملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
عبدالله اڅکزی

Comments