هلمند: پنځه طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – هلمند: سویل کې د پوځ مسوولین وایي، د هوایې او ځمکنیو عملیاتو پرمهال ۵ طالبان وژل شوي دي.

هلمند د ۲۱۵ میوند قول اردو وایي، تیره شپه ددې ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د هوایې بریدونو په پایله کې ۴ طالبان وژل شوي او ۲ عرادې موټر سیکلونه هم لمنځه وړل شوي دي.

د قول اردو د خبرپاڼي د معلوماتو له مخې همدا تیره شپه نهرسراج کې هم په هوایې او ځمکنیو عملیاتو کې یو طالب ترهګر وژل شوی دی.

خبر پاڼه وایې سهار وختي طالبانو د نادعلي ولسوالۍ په ماتکي دښت کې د عامه نظم پر قرار ګاه برید کړی چې پرمهال یو طالب په ټپي حالت کې له  یو قبضه راکټ او مخابرې سره د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلی دی.

طالبانو که څه هم دیادو مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي خو د سیمې خلک وایي د هوایي بریدونو او عملیاتو له ډاره ځینې طالبان پاکستان ته تښتیدلي دي.

ننګیالې کوهنورد

Comments