هلمند: پر طالبانو هوایي برید شوی

comments 0

هندوکش – هلمند: ملي دفاع وزارت وایي، هلمند کې هوايي برید شپږ طالبان وژلي دي.
سویل کې د دوه سوه پنځلس میوند قول اردو مطبوعاتي دفتر لیکلي، چې برید تیره شپه افغان ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ لوی مانده سیمه کې کړی دی.
برید کې د طالبانو د یو سرګروپ په ګډون شپږ طالبان وژل شوي دي.
د سرچېنې په لیکنه دغه برید کې د طالبانو دوه عرادې موټر سایکلونه هم له منځه تلي دي.
د نادعلي تر څنګ سنګین ولسوالۍ کې هم افغان ځواکونو عملیات پيل کړي چې ځینې سیمې یې له طالبانو نیولي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments