هلمند: پر طالبانو هوایي برید شوی

comments 0

هندوکش – هلمند: د هلمند چارواکي وایي، په یو هوايي برید کې یوولس طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د هلمند امنیه قومنداني وایي، دا برید تیره شپه د نادعلي ولسوالۍ د لوی مانده سیمه کې شوی دی.

د هلمند امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر لیکلي برید کې اوه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د سرچېنې په لیکنه هوايي برید غوڅ ملاتړ ماموریت کړی دی.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments