هلمند: ټرافیکي پېښې څلور تنه مړه کړل

comments 0

هندوکش – هلمند: راپورونه وایي، هلمند کې ترافیکي پېښې له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د هلمند د والي ویاند عمرځواک وایې، ترافیکې پېښه کې څلور تنه مړه او شپږ ټپیان شوي دي.
د مړو شویو له ډلې دوه یې ښځې، دوه ماشومان دي او ټپیان ټول نارینه دي.
دغه ترافیکي پېښه نن له غرمې وروسته د ګرشک ولسوالۍ یخچال سیدانو سیمه کې د یو فلډر او سراچه موټر ترمنځ شوې ده.
د ټرافیکې پېښې رامنځ ته کیدل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments