هلمند ولایت کې ۵تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش ــ هلمند: د هملند ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د سنګین ولسوالۍ په مربوطاتو کې وسلوالو طالبانو د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه پیل کړي وو، چې په ترڅ کې د افغان ځواکونو له ځوابیه عمل سرمخامخ شول او د دوی برید یې بیرته په شا وتمبولو.
چارواکي زیاتوي، په یاده نښته کې ۵تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دوي وايي، چې په یاده جګړه کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دي رسیدلي.
عبدالله اڅکزی

Comments