هلمند ولایت کې ۱۵تنه وسلوال طالبان وژل شوي دی

comments 0

هندوکش ــ هلمند:د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې وسلوالو طالبانو دهلمند ولایت په واشیر ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه ترسره کړي دي، چې په پایله کې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شوي او ۱۵تنه وسلوال طالبان وژل شوی یو تن ټپي شوی دی.
اعلامیه زیاتوي، چې په یاده نښته کې له وسلوالو طالبانو څخه ګڼ شمیر وسلې او مهمات افغان ځواکونو ته لاسته ورغلي دي.
عبدالله اڅکزی

Comments