هلمند ولایت کې یو طالب قوماندان له خپلو ۳ ساتونکو سره یوځای ووژل شو

comments 0

هندوکش ــ هلمند: د هلمند والي ویاند عمر ځواک وايي، چې افغان ځواکونو د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې یې د خالد په نوم د طالبانو یو لوړپوړي طالب قوماندان په ګډون ۳تنه وسلوال وژل شوي دي.
د هلمند ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په یادو عملیاتو کې طالبانو ته دیادې مرګ ژوبلې سربیره دطالبانو ګڼ شمیر نظامي مرکزونه اوپڼځایونه ویجاړ شوي دي.
عبدالله اڅکزی

Comments