هلمند ولایت کې له طالب وسلوالو څخه د اوربند غوښتنه وشوه

comments 0

د هلمند ولایت په مرکز لښکر ګاه کې دسولې ولسي حرکت غړو، قومي مشرانو او ځوانانو په یوه سولیز لاریون کې له وسلوالو طالبانو څخه د اوربند غوښتنه وکړه.
د سولې ولسي حرکت یوتن غړی وايي، چې نور په هېواد خلک له جګړې ستړي شوي او نه شي کولاي نور د پردیو موخو لپاره خپل ځانونه وژني، دوی وايي که طالبان په رښتیا سولې ته ژمن وي، نو دملکي وګړو وژنې څخه دې لاس واخلي او د سولې لار دې غوره کړي.

Comments