هلمند لپاره پروژې منظور شوي

comments 0

هندوکش – هلمند: د هلمند ولایت مقام وایي، په مرکز لښکرګاه کې د یو میلیارد افغانیو په ارزښت پنځوس لوی او کوچنۍ پروژې تطبیق کوي.
په پروژو کې سړکونه او ښوونځيو ودانۍ شاملې دي چې زیاتو کسانو ته به کاري زمینه برابر کړي.
د لښکرګاه اړوند ځینې سړکونه او د ځینو ښوونځیو لپاره ودانۍ په دې په پروژو کې شامل دي چې ورسره به د زیاتو خلکو مشکل حل شي.
ځایي خلک په پروژو کې د فساد په مخنیوي ټینګار کوي چې د پروژې کیفیت ورسره لوړیږي.
ښاریانو ډاډ څرګند کړی چې د پروژو په تطبیق کې به له مسوولینو سره همکاري وکړي چې په وخت او ښه کیفیت باندې وشي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments