هلمند: طالب قومندان وژل شوی

comments 0

هندوکش ـ هلمند: هلمند کې د طالبانو د یو قوماندان په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي او پنځه نور یې ټپيان دي.
امنیه قوماندان پاسوال محمد رزاق یعقوبي وایې، د طالبانو مهم قوماندان ملا مومین او د هغه پنځه نور ملګري د ګرمسیر ولسوالۍ د چوغکوکلا په سیمه کې دهوایې او ځمکنيو عملیاتوپه مهال وژل شوي دي.
قوماندان همدغو عملیاتو کې د پنځو نورو طالبانو د ټپي کیدو خبر هم ورکړی ، طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ننګیالی کوهنورد

Comments