هلمند: طالبانو یو موټر چلوونکی وژلی

comments 0

هندوکش – هلمند: راپورونه وایي، د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې طالبانو یو موتر چلوونکی وواژه.
د هلمند امنیه قوماندان پاسوال محمد رزاق یعقوبي وایې تېره ورځ طالبانو د لښکرګاه او ګرمسیر ولسوالیو ترمنځ په دښته کې دغه موټر چلوونکی وژلی دی.
یعقوبي وایي، موټر چلوونکي په ګرمسیرولسوالۍ کې د امریکایې ځواکونو د پوځې اډې سبتیک څاوان خالي کول.
قوماندان وایې پولیسو تېره شپه موتر او جسد را لېږدولي دي.
طالبانو ته ټول هغه کسان جاسوسان ښکاري چې په دولت او یا له کومې موسسې سره کار کوي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments