هلمند: طالبانو په واده برید کړی

comments 0

هندوکش – هلمند: په هلمند کې طالبانو د دولت پلوه ځواکونو یو کس وژلی او یوشمېر یې له ځانه سره بیولي دي.
د نادعلي ولسوال محمد ګل هاشمي وایي، تېره شپه په ۳۱ غربي سیمه کې طالبانو د واده پرمراسمو برید کړی دی.
هاشمي وایي، دغه واده د محمد رسولیانو ډلې د یو غړي د خپلوانو و چې یو شمېر محمد رسولیانو جنګیالیو هم په کې برخه درلوده .
هاشمي وایي، په برید کې د محمد رسولیانو ډلې یو کس وژل شوی، دوه ټپيان او شپږ یی له ځانه سره بیولي دي.
یوه بله سرچینه بیا وایي چې طالبانو ۱۱ د محمد رسولیانو ډلې غړي بیولي دي.
په هلمند کې سونګوریان او محمد رسولیان دوه هغه ډلې دي چې ځان خپلواک بولي او تر ډېره د وسله والو پر ضد جګړه کوي.
ننګیالې کوهنورد

Comments