هلمند: زرقاوي ووژل شو

comments 0

هندوکش – هلمند: هلمند کې افغان کومانډو ځواکونو د طالبانو د یو سرګروپ زرقاوي په ګډون نهه تنه وژلي او درې نور یې نیولي دي.
زرقاوي د طالبانو یو ظالم او جابر قومندان و چې په هیچا به یې رحم نه کو او ډيرو قتلونو کې یې لاس درلود.
دفاع وزارت خپره کړې اعلامیه کې لیکلي چې افغان کومانډو ځواکونو دغه عملیات تیره شپه ګرمسیر ولسوالۍ کې کړي دي.
سرچېنې خپل لور ته د مرګ ژوبلې اوښتو یادونه نه ده کړې.
د هلمند نورو سیمو کې هم د طالبانو عملیات دوام لري چې طالبان یې سخت ځپلي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments