هلمند: د ماین د انجنیرۍ ټيم ته زده کړې ورکول شوې

comments 0

هندوکش – هلمند: هلمند کې د ماین شنډوونکو ۲۵ کسیزه ډله د ځانګړې روزنې وروسته فارغه شوه.
د ملي اردو دغه پنځه ویشت سرتیري په دوه سوه پنځلس میوند قول اردو کې کورنیو او بهرنیو روزونکو روزلي دي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترین وایې، د ماین شنډولو د روزونکو بهیر به لا چټک کړي.
سړک غاړې ماینونه د افغان ځواکونو پر ضد د طالبانو د جګړې یو اسان او ساده تکتیک دی چې افغان ځواکونه ترې زیات زیانمن دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments