هلمند: د طالبانو ۵۰ مشران وژل شوي

comments 0

هندوکش – هلمند: امریکا وايي، په هلمند کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې د طالبانو شاوخوا پنځوس مشران وژل شوي دي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یو ویاند، جنرال مارتین ډونال ویلي، د هیمراس راکټ په وسیله یې د هلمند په موسی قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو یوه غونډه په نښه کړه چې له پنځوسو زیات طالبان یې وژلي دي.
دغه برید تیره اوونۍ امریکايي ځواکونو په موسی قلعه کې کړی و، خو جزیات یې اوس خپاره کړي دي.
تراوسه امریکايي ځواکونو د وژل شویو قومندانانو نوم او هویت نه دی په ډاګه کړی خو له بریدونو وروسته یې راپورونه موندلي چې طالب مشران یې وژلي دي.
د هلمند موسی کلا او کجکي هغه ولسوالۍ دي چې طالبان ترې د ټول افغانستان د جګړې رهبري کوي او زیات طالب مشران هلته اوسیږي.
ننګیالې کوهنورد

Comments