هلمند: د طالبانو یو مهم قومندان وژل شوی

comments 0

هندوکش – هلمند: هلمند کې هوايي برید د طالبانو یو مهم قوماندان او د هغه ساتونکی وژلي دي.
دا برید تیره ورځ غوڅ ملاتړ ماموریت هوایي ځواک د نهر سراج لسوالۍ سپین مسجد سیمه کې کړی دی.
د دوه سوه پنځلس میوند قول اردو له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د عثمان په نوم د طالبانو دغه وژل شوی قوماندان له مهمو کسانو وو.
هاخوا د هلمند سنګین ولسوالۍ کې هم د بهرنیو ځواکونو بریدونو کې طالبان وژل شوي دی.
ویل کیږي دې بریدونو کې نږدې پنځوس طالبان وژل شوي او ټپيان دي چې مشهور کسان یې هم پکې شامل دی.
ننګیالۍ کوهورد

Comments