هلمند ته د هند 3 زره ټنه مرسته شوي غنم ورسیدل

comments 0

هندوکش – هلمند: د هلمند ولایت مقام نه په یوې خبرپانې کې راغلي چې د هند هغه مرسته شوي غنم چې د نیمروز له لارې هلمند ته روان شوي وو ورسیدل.
د یادونې وړ ده چې کابو یوه میاشت مخکې هند افغانستان سره د پنځلس زره ټنه غنمو مرسته کړې وه چې د نومبر په يوولسمه نېټه د چابهار بندر له لارې افغانستان ته راورسېدل.
د هلمند ولایت رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، په ۴۹ کانتينر او ټيلر موټرو کې بار غنم د هوايي او ځمکنيو ځواکونو په مرسته تېر ماذيګر د دغه ولايت مرکز لښکرګاه ته رسېدلي دي.
د مالوماتو له مخې، دغه غنم د بېړنيو حالاتو پر وخت، د طبيعي پېښو زپلو او اړمنو کورنيو ته د يوه ځانګړي پروګرام له لارې ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې ډیری سوداګرو خپل سوداګريز توکي د پاکستان د کراچۍ له لارې هېواد ته انتقالول خو د چابهار بندر له پرانستل کېدو، د پاکستان له لوري د ماليې لوړل او يو لړ نورو ستونزو د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ کچه ۶۰ سلنه راټيټه کړې ده.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments

Leave a Reply