هلمند ته تازه دمي ځواکونه ورسیدل

comments 0

هندوکش – امریکا: نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکایي چارواکو له قوله لیکلي چې درې سوه تازه دمې امریکايي سرتېري هلمند ولایت ته رسیدلي چې د افغان ځواکونو روزنه به په غاړه ولري.
دا سرتېري به له ۲۱۵م اتل قول اردو سره یو ځای د طالبانو پرضد عملیات پلانوي او افغان ځواکونو ته په جګړه کې د بري مشورې ورکوي.
امریکايي چارواکو ډاډ ښودلی چې دا شمېره سرتېري به له ترهګرو سره په مخامخ جګړه کې برخه نه اخلي او دنده به یې یواځې سلا مشورې وي.
په هلمند کې میشت امریکایي جنرال راجر تونر مرین ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې اوس نوښت د افغان ځواکونو په لاس کې دی او د طالبانو پر وړاندې په منظمه توگه عملیات کوي.
فکور نعیمي

Comments

Leave a Reply