هلمند ته تازه دمي ځواکونه رسیدلي

comments 0

هندوکش ــ هلمند: د افغانستان سوېل کې ځايي چارواکي وايي، د هلمند مرکز لښکرګاه او ناوې ته یې تازه دمه سرتېري بېګا لېږلي چې د طالبانو د بریدونو په شاه تمبولو کې مرسته وکړي.
د هلمند والي جنرال محمد یاسین وايي چې د تازه دمه ځواکونو تر څنګ، د جګړې لپاره نور تجهیزات او وسلې هم ور رسېدلي دي.
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه په څنډو کې افغان ځواکونه او وسلوال طالبان د یکشنبې ورځې له سهار راهیسې په سخته جګړه بوخت دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هندوکش خبري اژانس ته وویل، بېګا د طالبانو پر ټولو اهدافو هوایي بریدونه شوي دي، له پرون راهیسې له دوه سوه زیات طالبان وژل شويدي.
«په لوی شمېر هغه وسایط ، چې د دغې ډلې وسلوال پکې راغلي یا را روان وو تر برید لاندې راغلي، په هغو سیمو کې، چې دغې ډلې غوښتل پر مختګ وکړي مخه یې نیول شوې ده، له پرون راهیسې له دوه سوه زیات طالبان وژل شويدي.»
ښاغلی ځواک زیاتوي چې په وژلو شویو کې یې ډېر شمېر پاکستانیان موجود دي او د جګړې له دریدو وروسته به یې جسدونه او نور ثبوتونه د رسنیو حضور ته وړاندې کړو.
عبدالله اڅکزی

Comments