هلمندیان له بشري ناورین په ټنګ دي

comments 0

هندوکش – هلمند: په هلمند کې مدڼي فعالان واي چې، په دغه ولایت کې سختو ورښتونو نه یوازې ځانی بلکې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

رسنیو سره په خبرو کې  د هلمند مدني فعال اقا محمد قریشي وایي، په دغه ولایت کې د سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو کچه خورا لوړه ده او خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دده په وینا د هلمند په ګرمسیر او ناوه ولسوالیو کې تر نورو سیمو خلک ډېر زیانمن شوي دي او که بشري مرستې و نه رسېږي نو ښایي یو ستر ناورین رامنځ ته شي.

دده په خبره په یادو سیمو کې سلګونه کسان مرستو ته اړتیا لري، چې دا د محلي حکومت تر وس پورته خبره ده او باید مرکزي حکومت لاس په کار شي.

هلمندیان او د کندهار اوسېدونکي داسې مهال د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي، چې تر دې دمه حکومت له خلکو سره د بېړنیو مرستو په برخه کې هېڅ راز اقدام نه دی کړی.

خلک له حکومت او خیریه موسسو غواړي چې ژر تر ژره دې د یوه ستر بشري ناورین مخه ونیسي.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments