هغه کسان نیول شوي چې بې کیفیته درمل به یې واردول

comments 0

هندوکش – ننګرهار: پوليسو د ننګرهار ولايت په تورخم بندر کې  پنځه هغه کسان نیولي چې غوښتل یې افغانستان ته بې کیفیته درمل وارد کړي.

پولیسو ته امر شوی چې د ټولو هغو بې کیفیته درملو مخه ونیسي چې په غیرې قانوني ډول له نورو هېوادونو افغانستان ته واردېږي او د عاملینو سره یې د قانون په رڼا کې چلند ترسره شي.

ډېر ځلې په  هېواد کې ناروغانو د بې کیفیته درملو شکایتونه کړي دي چې ګنې اغیز نه لري.

افغان دولت هم له پاکستان سره خلاصه ډیورنډ کرښه د بې کیفیته او قاچاقي درملو او نورو توکو د واردېدو ستر لامل بللی دی.

فرهاد شهراني

 

Comments