هغه چې د برښنا د بيي په اړه خبرې کوي دوی ځان مشهورول غواړي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ هرات: په هرات کې په وروستیو کې د برښنا د بيي د لوړوالي له امله خلکو شکايتونه کړي دي.
پرون د هرات د برښنا رياست په خبري ناسته کې وويل چې لاریون کونکي تر ډيره د ځان د مشهورولو په هڅه کې دي.
د هرات د برښنا رياست وايي:« عادي خپلې پيسې ورکوي خو ځينې زور واکي بیا نه د برښنا بیل ورکوی او نه قانون مني ان تر دې چې خلک هڅوي څو لاریونونه وکړي.»
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد بیا رسنیو ته ويلي دي چې د برښنا د ستونزې په تړاو له ګاونډي هیواد ازبکستان څخه يو پلاوی هرات ته راغلی دی څو شته ستونزه حل کړي.
یاده دې وي چې څو ورځې مخکې د هیواد اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم هرات ته د خپل سفر پر مهال ژمنه کړې وه چې د برښنا ستونزې د حل په خاطر به يو پلاوی دې ولايت ته واستوي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply