هغه ولایت چې جګړه کې چټکه بیارغونه شوې

comments 0

د کندز ولایت له نوم سره خلکو ته جګړه وریادیږي، تاسو به اوریدلي وي چې ځینې خلک وایي، که مرګ غواړې کندز ته لاړ شه، خو له دې نوم او دوه ځل سقوط وروسته هم دې ولایت کې د پام وړ د بیارغونې چټک پرمختګ شوی دی.
که څه هم طالب او نورو وسله والو ډلو پوره هڅه کړې چې کندز کې د پرمختیایي پروژو مخه ونیسي، خو نه دی توانیدلي، د کندز د ۱۳۹۸ کال راپور ښي چې یواځې بهرنیو او داخلي موسساتو په دې ولایت کې ۶۹ میلونه امریکايي ډالر په بیلابیلو پروژو مصرف کړي چې د کندز د زیاتو خلکو ژوند کې ورسره بهبود راغلی دی.
دا هغه پيسې دي چې د ملي بودجې په اختیاري او غیرې اختیاري کې نه دي شاملي، دا هغه پیسې دي چې د ولایتي ادارې په مدیریت او همغږي باندې مصرف شوی، مرستنیدویه هېوادونو ته قناعت ورکول شوی چې دا خلک په دې برخه کې ضرورت لري او باید کار وشي.
دا یواځې د ۹۸ کال راپور دی چې نږدې اویا میلیونه ډالر پکې مصرف شوي، ۹۷ کال کې هم بهرنی او داخلي موسسات کندز ته جذب شوي او بیلابیلو برخو کې یې همکاري کړې ده.
د کندز د ۱۳۹۸ کال راپور کې راغلي
په ۵.۴۶ میلیونه امریکایي ډالر د ۸ ښوونځیو لپاره ودانۍ چې ۲ بشپړې شوي او ۶ نورو کار وران دی
په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ( CHC+ ) کلنیک کارونه جریان لري او وداني یې بشپړیدو ته نږدې ده.
د بې سرحده ډاکټرانو په ۱۳ میلیونه ډالرو د مرکز کندز ۱۶ جریبه ځمکه باندې ۵۰ بستریز روغتون جوړیدل.
داخلي بې ځایه شوي او راستانه شویو ۲۵۰۱۲ کورنیو سره نغدي، د خوراکي او کور اړینو توکو مرستې شوي.
د ۴۷۲۰ هغو کورنیو سره چې د کسانو شمېر یې ۳۰۰۰۰ کیده، نغدي او خوراکي توکو مرستې شوي چې طبیعي پېښو زیانمن کړي و.
د موسساتو له لوري بیلابیلو پروژو کې ۱۳۲۹۳ کسانو ته تر یو کال پورې لنډمهالي کارونه پيدا شوي چې له دې شمېرې ۴۵۵۰ یې ښځې تشکیل کوي.
کندز ښار کې ۲۸۰ د برق پایي نصب شوي، ۲۰۰ پايي سولر اړمنو ته ورکړل شوي، د برق د تامین لپاره ۲۰۰ کیلو واټ تراسفرمر نصبیدل.
۳۲۵۳ هغه ښځې او نارینه چې روغتیایي مشکلات یې درلودل، موسساتو یې مالي ملاتړ کړی او باکیفیته روغتیايي خدماتو څخه برخمن شوي دي.
۵۲۶۷ ښځې او نارینه د قضیو برخه کې له حقوقي ملاتړ څخه برخمن شوي دي.
کندز ښار او ولسوالیو کې ۱۶۰ د پاکو اوبو څښلو څاګانې ویستل شوي او ۱۶۴ نورې ترمیم شوي دي.
د ولایت مقام او ښاروالۍ د خدماتو تعمیرونه جوړول
کندز ښار او شیرخان بندر کې د ۷.۱۵ کیلو ميټره کوڅو پخول
دا یې عمده پروژې دي، د دې تر څنګ فرعي کارونه هم شوي چې د کندز د پرمختګ لپاره زیری دی، خو که طالب یې بیا وران نه کړي.
که چیرې کندز د نورو ولایتونو په څېر امن وی، دا ولایت به تیرو دوه کلونو کې د بیارغونې برخه کې لومړی مقام کې وی، خو دا چې د بیارغونې تر څنګ جګړه په کې دوام لري، زیاتې ننګونې یې راپورته کړی، خو د کندز ولایتي اداره توانیدلي چې د جګړې په اور کې هم بیارغونه وکړي

Comments