هسکه مېنه کې پر داعش هوایي برید شوی

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، تېره ورځ له غرمې وروسته د امریکا بې پيلوټه الوتکې د داعش ډلې دوه مهم کسان په نښه کړي او له منځه وړي دي.
د خوږیاڼي په خبره، بهرنیو ځواکونو دا برید د هسکې مېنې ولسوالۍ اوغز سیمه کې کړی، چرته چې داعش ډله فعالیت لري.
د والي د ویاند په خبره، دا سیمه د افغان او بهرنیو ځواکونو تر کنټرول لاندې ده او کله چې داعش وسله وال د فعالیت لپاره له پټنځایونو راوځي ، په نښه کیږي او له منځه وړل کیږي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply