هسکه مېنه کې پر داعش مرګونی برید شوی

comments 0

26 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار هسکې مېنې ګورګورۍ سیمه کې هوايي بریدونو او له هوايي ډګره رهبري شویو توغندیو د داعش د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۰ تنه وژلي دي.
یوې امنیتي سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، برید د داعش ډلې پر دوو لویو مرکزونو شوی چې دواړه یې له منځه تللي دي.
ګورګورۍ هغه سیمه ده چې داعش وسله وال یې د مرکز په توګه کاروي او له دې سیمې بیا نورو سیمو ته د جګړو لپاره ځي.
د یو بل خبر له مخې تیر مازدیګر د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګورۍ سیمه کې پر ماشومانو ماین چاودنه کړې چې څلور تنه یې وژلي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments